په بامیان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اړوند غرغري کلي د قلعه عاشور منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او د پوهنې مسوولینو او سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د یوه خیریه بنسټ په مالي همکارۍ د ۱۲۱ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې لري.
د بامیان ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړول او پراختیا د زدهکوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال په برابرولو کې مهم وبلل او ویې ویل:« د زدهکوونکو لپاره د لا غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو او د معیاري ښوونځیو د ودانیو جوړولو په موخه هڅې دوام لري.»
