د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
5454

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو ام/ارتي عالي ښوونځیو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه. 
همدارنګه، د دعوت او ارشاد ریاست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت له لوري د ښوونکو لپاره یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه، چې پکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اهمیت، د جماعت د لمانځه فضیلت، د ښوونکو مسوولیتونو، د سیرت او صورت د اصلاح او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه مفصلې ویناوې ترسره وشوې.
دغه راز، د کابل ښار د تعلیمي حوزو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد نصاب په منظم ډول تدریس شو او د لمانځه د الفاظو د تصحیح، د جماعت لمانځه، حجاب، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اختلاط د مخنیوي او د سیرت او صورت د اصلاح په اړه اصلاحي او روزنیزې لارښوونې وشوې.
په ورته وخت کې، له ۱۱۸ ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه، د نصاب د تدریس لپاره مبلغین وټاکل شول، پخواني مبلغین وهڅول شول او په بېلابېلو ولایتونو کې له ښوونیزو مرکزونو څخه ارزونه ترسره شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۳۵
Background image

په ننګرهار کې د ساینس او ریاضیاتو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د نازیانو او سپین‌غر ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو یو شمېر ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د يادې برنامې موخه، په تدریسي بهیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۳۳
Background image

په دایکندي کې ٨ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې، د دغه ولایت د پوهنې آمرینو، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترويج» تر سرلیک لاندې اته ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۲۶۱ تنه طلاب فارغ شول

نن د کابل عالي عربي دارالعلوم د ۲۶۱ تنو طلابو د فراغت په مناسبت شانداره مراسم، د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي، مرکزي رئیسانو، د افغانستان ا. ا د یو شمېر لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو،. . .

BACK TO NEWS