د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

media-moe
Sat, Oct 17 2026 11:53 AM
5454

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو ام/ارتي عالي ښوونځیو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه. 
همدارنګه، د دعوت او ارشاد ریاست او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت له لوري د ښوونکو لپاره یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه، چې پکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اهمیت، د جماعت د لمانځه فضیلت، د ښوونکو مسوولیتونو، د سیرت او صورت د اصلاح او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه مفصلې ویناوې ترسره وشوې.
دغه راز، د کابل ښار د تعلیمي حوزو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد نصاب په منظم ډول تدریس شو او د لمانځه د الفاظو د تصحیح، د جماعت لمانځه، حجاب، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اختلاط د مخنیوي او د سیرت او صورت د اصلاح په اړه اصلاحي او روزنیزې لارښوونې وشوې.
په ورته وخت کې، له ۱۱۸ ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه، د نصاب د تدریس لپاره مبلغین وټاکل شول، پخواني مبلغین وهڅول شول او په بېلابېلو ولایتونو کې له ښوونیزو مرکزونو څخه ارزونه ترسره شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS