د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
تېره اوونۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو آورېدلو وزارت پلاوي لخوا، د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب او اداري چارو سربېره، د مرکزي هستې د کارکوونکو د سیرت او صورت ارزونه ترسره شوه.
سربېره پر دې، د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو او د غازي عالي ام/ارتي ښوونځي زدهکوونکو ته دیني او اصلاحي لارښوونې وشوې.
همدارنګه د کابل ښار په تعلیمي حوزو کې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریس، اصلاحي بیانونه او روزنیز سیمینارونه جوړ شول. د دغو فعالیتونو په ترڅ کې د لمانځه د الفاظو د تصحیح، د سیرت او صورت د اصلاح، حجاب، د نارینهوو او ښځینهوو د اختلاط د مخنیوي او په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز، په مرکز او ولايتونو کې له ٤٠٩ ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه وشوه او د دعوت او ارشاد د نصاب د تطبیق، اداري نظم او د اوونیزو راپورونو د ترتیب او لېږلو په اړه هم اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د څارنيزو او اصلاحي برنامو پر مهال د حجاب، د نارینهوو او ښځینهوو د اختلاط د مخنیوي، ښوونیز یونیفورم، سیرت او صورت، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو او د اړوندو فرمانونو د تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
