د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس پروان ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي سره وکتل.
نوموړي د خپل سفر موخه د پروان ولايت پوهنې ریاست اړوند ودانیزو پروژو څارنه وبلله.
په دې لیدنه کې د تدارکاتي بهیر پر اهمیت، د اړوندو کړنلارو پر پلي کېدو، په قراردادونو کې پر روڼتیا او د اداري چارو پر ښهوالي خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، د تدارکاتو رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کاري بهیر لاښهوالي او د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
