حصه اول ولسوالي کې د یوه ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ ګټه اخیستنې ته سپارل شوې،

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲۵
حصه اول ولسوالي کې د یوه ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ ګټه اخیستنې ته سپارل شوې،

۱۴۰۰ه ش/مرغومې ۲۱مه 

میدان وردګ ولایت حصه اول ولسوالي کې ۲۱۲۵۲۰۰۵ افغانیو د هند سفارت په مالي لګښت سیاه سنګ ښوونځي دوه پوړیزه ودانۍ بشپړه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې،
یاد شوی ښوونځی ۱۴ درسي،۴ اداري،یوه د لابراتوار،یوه د کمپیوتر،۱۰ غرفې تشنابونه،یوه حلقه د څښاک د باکو اوبو څاه لري،
چې د ټولو ملحقاتو په لرلو سره د ۱۸۰۰ زده کوونکو لپاره زده کړییز چاپریال برابر شوی،
پدې اړوند پوهنې ریاست دښوونځي له مسؤلینو زده کوونکو او د سیمې له اوسیدونکو غواړي چې د دې ښوونځي په خوندي ساتلو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز شریف آباد سیمه کې د جمال‌الدین عرب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، دیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۲
Background image

هرات ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له ۱۶۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه د یوه ځانګړي څارنیز پلاوي تر نظر لاندې ترسره شوه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، د ا.ا.ا. لوړپوړو مېلمنو او علماء کرامو په حضور کې د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره. . .

BACK TO NEWS