خبر پاڼه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۶

د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لارو چارو او پوهاوي لپاره یو درسي ساعت ځانګړی شو.

پوهنې وزارت_کابل: پوهنې وزارت د ګرمسیرو ولایتونو په ښوونځيو کې یو درسي ساعت د کرونا ویروس د مخنیوي لارو چارو او پوهاوي لپاره ځانګړی کړ.
د لمړنی دوري (۱-۳) د ژوند مهارتونو، د لمړنی دورې په دوهم پړاو (۳-۶) کې د روغتیا ساتنې او په مینځنی او لیسې دورې کې د طبیعي معلوماتو مضمونونو درسي ساعتونو کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لارو چارو په موخه پوهاوي ورکړې ته ځانګړی شوی دی او د ښوونځيو د زده کوونکو درسي تقسیم اوقات په اساس د کرونا ویروس د ګواښ ترپایه به په دې برخه کې د پوهاوی پروګرامونه ترسره شي.
له بل لوري په پام کې ده چې په راتلونکې اونۍ کې د پوهاوي یو ورځنۍ سمینار د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه د ولایتونو پوهنې ریاستونو د بدني روزنې او روغتیا مدیرانو لپاره د عامې روغتیا وزارت په همکاري ترسره شي.
د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه د ښوونځيو په کچه د پوهاوي میکانیزم تنظیم په موخه، د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لارو چارو په اړه د معلوماتي کڅوړو د چمتو کولو او لیږد لپاره د یادو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو څخه یوه کمیټه جوړه کړه.
تمه کیږي چې عامې روغتیا وزارت ۲۲۲۰۰۰۰ قطعې بروشر، ۱۸۰۰۰ قطعې پوسټر او سلګونه سي ډي د کرونا ویروس د مخنیوي لارو چارو تر عنوان لاندې په راتلونکې اونۍ کې د ولایتونو پوهنې ریاستونو روغتیایي برخو مسئولینو ته په ښوونځيو کې د ویشلو په موخه وسپاري.
پوهنې وزارت مخکې له دېنه د پوهنې تلویزیون، د یاد وزارت د رسمي ویپ پاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د کرونا ویروس د ګواښ په وړاندې د مخنیوي لارو چارو په اړه د هیوادوالو او پوهنې کورنۍ ته لازم معلومات خپاره کړي دي. له بل پلوه د پوهنې وزارت اړوند ادارې د شته امکانانو په نظر کې نیولو سره لازم پوهاوی خپور او ویشلي دي.
دا کړنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د هرات او سمنګان په ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷ مثبتي پیښې ثبت کړي دي.
وړاندې له دې پوهنې وزارت په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه د پوهنې کورنۍ ته د پاملرنې لپاره د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې تر ۳مې نیټې پورې ځنډولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS