خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د زده کوونکو تر منځ د شعرونو او مقالو ویلو سیالي ترسره شوه 

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۹:۵۱
خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د زده کوونکو تر منځ د شعرونو او مقالو ویلو سیالي ترسره شوه 

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د خوست ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د زده کوونکو تر منځ د شعرونو او مقالو ویلو سیالي ترسره شوه.
په هغه سیالۍ کې چې  د خوست ولایت د مرکز اړوند د الفتح عالي مرکزي لېسې زده کوونکو تر منځ په همدې موخه په جوړه شوي وه زده کوونکو په خپلو شعرونو او مقالو کې د هېواد د خپلواکۍ ګټونکو اتلانو په ځانګړې توګه د غازي امان الله خان یادونه وکړه، او د دوی کارنامې یې وستایلې. 
د مراسمو په پای کې د تمثیلي ټوټې تر څنګ یو شمېر ممتاز زده کوونکي هم د ښوونکو له لوري په ډالیو ونازول شول.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین اروزګان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي سوېلي ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

BACK TO NEWS