خوست کې د قلموال مېنې متوسطه ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۳:۲۰
خوست کې د قلموال مېنې متوسطه ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د مرکز اړوند د قلموال مېنې متوسطه ښوونځي ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه مراسموکې چې په همدې موخه د قلموال متوسطه ښوونځي لپاره د نوي جوړ شوي تعمیر په انګړ کې جوړ شوي ؤ، د خوست والي محمد حلیم فدایي سربېره د ولایتي شورا غړو، د مدني ټولنو استازیو، د دولتي او خصوصي مکاتبو شاګردانو، قومي مشرانو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی ؤ.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د یاد ښوونځي پر جوړیدو خوښي وښوده او ویې ویل دا به پر درسي کیفیت د پام وړ مثبت اغېز وکړي،ځکه د درسي کیفیت د ښه کېدو لپاره تر ټولو مهم شرط مناسب چاپېریال درلودل دي.
ښاغلی روښان د ښوونځي له مسؤلینو او زده کوونکو وغوښتل چې د ودانۍ ساتلو ته پاملرنه وکړي.
یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د۶۰۰ زرو یورو په مجموعي لګښت د المان هیواد له لوري جوړه شوي، چې ۱۲ درسي ټولګي ، کمپیوټر لیب، ساینس لیب ،ادارې خوني، د احاطي دیوال، دلوبو پراخ میدان، تشنابونه او د برښنا ټول امکانات لري چې په دوو وختونو کې به ۲ زره شاګردانو ته د روزنې ورکولو ظرفیت ولري.
ښاغلي شعیب وویل دا ۱۲ صنفي وداني په ټولو نړیوالو او تعلیمي معیارونو برابره ده چې منظم کمپیوټر لیب، ساینس لیب ،ادارې خوني، لس جریبه چهاردیوالي، دلوبو پراخ میدان، منظم تشنابونه او د برښنا ټول امکانات لري.
خوست والي محمد حلیم فدایي مراسمو ته په خپله وینا کې ددې ودانۍ په جوړیدو خوښي وښوده او ویې ویل په دې کار سره به د جهل او ناپوهۍ ټغر ټول شي او د علم رڼا به خپره شي.
ښاغلي فدایي همدا راز د نوي تعلیمي کال تر پیل پورې د لسګونه نورو ښوونځیو د ودانیو چې د جوړیدو چارې یې بشړیدو ته نېږدې شویدي د پرانیستل کېدو خبر ورکړ.
مراسم د دعا او د ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS