داوطلبۍ اعلان
د کابل ولایت پوهنې ریاست په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د ۵ بابه ښوونځیو او ۱ باب دارالعلوم د ترمیماتو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. دغه ښوونځي په بګرامي، پغمان، ګلدره، میربچهکوت، دهسبز او موسهي ولسوالیو کې موقعیت لري.
علاقهمندان کولای شي، د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي په وړیا ډول د کابل ولایت د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړانديزونه د شرطپاڼې له شرایطو، نافذه قانون او د تدارکاتو کړنلارې مطابق، په سرپټ ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې تر ۱۴ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د کابل ولایت د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
د وړانديزونو پرانيستغونډه به د همدې نېټې (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ولایت د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت په سالون کې ترسره کېږي.
