دخاص کونړ ولسوالۍ کې د یو ښوونځي نوي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۹
دخاص کونړ ولسوالۍ کې د یو ښوونځي نوي ودانۍ پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت_کونړ: دکونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د زوړ کونړ د هلکانو منځنۍ ښوونځي ودانۍ د یولړ مراسمو په ترځ کې پرانیستل شوه.
همدغه تړاو په جوړشوې غونډه کې دکونړ والي عبدالستار میرزکوال ،دولایتي شورا رییس،دپوهنې رییس مجیب الرحمان همدرد ،دښځو چارو رییسې ترڅنګ دبیلابېلو ریاستونو مسولینو اوخاص کونړ ولسوال برخه اخيستې وه.
د پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد وایي د پوهنې کېفیت او کېمیت ښه والي ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او د ولسونو پراخ ملاتړ یې جلب کړی دی.
نوموړي وویل یاد ښوونځی دپوهنې وزارت په چوکاټ کې د دوست هېواد هندوستان په مالي مرسته د(۱۶)میلونه افغانیو په لګښت جوړه شوي ،چې د کمپیوټر لب او لابراتوار سربېره اته درسي او څلور اداري خونې لري، چې د پاکو اوبو په ګډون پکې زده کوونکو ته د مېز او چوکۍ اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
دیادونې وړده چې په راتلونکي (۱۳۹۹)کال کې به د اقرا برنامې دلارې کونړکې ۱۸۰ ښوونځیو ته نوي او اساسي ودانۍ جوړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS