دسويدن ښوونې او روزنې مسؤل د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس سره ولیدل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۵:۴۰
دیدار رئیس معارف میدان وردگ با مسئول کمیته سویدن در آن ولایت

دسویدن زون د ښوونې او روزنې مسؤل، ښاغلي عبدالجبار باصر،چې د یادې مؤسسې روغتیا د چارو مسؤل داکتر صاحب محمد خلیل ئې ملتیا کوله،
دمیدان وردګ ولایت پوهنې محترم رئیس مولوي صاحب ګل ولي متقي سره ولیدل،
ښاغلي باصر پوهنې ریاست مشرتابه سره د خپل کلني پلان د شریکولو او تشریح کولو،ښوونکو د ګومارنې،ستراتیژیک پنځه کلن پلان دجوړلو،۵۰ سیمییزو ټولګیو دتأسیس او یو لړ ستونزو اړوند خبرې وکړې،
په دې لیدنه کې د کلني پلان د شریکولو او تشریح کولو اړوند وخت وټاکل شو،
د سیمییزو ټولګیو ښوونکو دګومارنې او ستراتیژیک پلان اړوند پرېکړه وشوه،
 چې د ذکورو ښوونکو څخه به ټاکل شوې کمېټه په مرکز کې آزموینه اخلي.
 او له اناثو څخه به په خپله سیمه کې آزموینه اخیستل کیږي.

د پوهنې رئیس د سویډن کمیټې پروګرامونه له میدان وردګو پوهنې ریاست سره خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې ټولې چارې باید د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS