د آزموینو ملي ادارې پلاوي هرات او نورستان ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۰:۴۶
شبشب

د آزموینو ملي ادارې مالي او اداري رئیس او ورسره مل پلاوي، د هرات او نورستان ولایتونو د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.

د آزموینو ملي ادارې پلاوي د همدې ولایتونو له پوهنې مشرتابه سره په لیدنو کې، د کانکور آزموینې د داوطلبانو د بایومټریک ثبت پروسې، د کانکو آزموینې د اخیستلو څرنګوالي او تطبیق برخه کې تفصیلي خبرې وکړې.

د آزموینو ملي ادارې مالي او اداري رئیس د راتلونکي کانکور آزموينې لپاره د پوره چمتووالي او د لازمو آسانتياوو د برابرولو خبر ورکړ او د اړوندو ادارو ترمنځ يې پر لازمې همغږۍ ټينګار وکړ.

په یادو ناستو کې د هرات او نورستان ولایتونو پوهنې مسئولینو، د آزموینو ملي ادارې مالي او اداري رئیس ته د زده کوونکو لپاره د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د خپلو اړوندو پوهنې ریاستونو د لازمو تیاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د روان ښوونیز کال د کانکور آزموينه به په پوره برياليتوب سره تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS