د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
zzzz

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله احسان، د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو مرستیال مفتي فریداحمد غزنوي او د پوهنې کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.
لومړی د یاد ولایت پوهنې رئیس ګډون‌والو د ښه راغلاست پرمهال وویل چې د اداري چارو ساده کول د دندو د ښه والي او خلکو ته د خدمتونو د ګړندي کولو لپاره یو له اساسي اړتیاوو څخه دي او زیاته یې کړه چې د دې پروسې پلي کول کولی شي د اداري کارونو پېچلتیا کمولو، روڼتیا زیاتولو او د پوهنې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.
ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ساده کولو مرستیال هم د دې پروسې د اهمیت او اهدافو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د ګډون‌وال رول یې د هغو په بریالیتوب کې حیاتي وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS