د بدخشان ولایت په یو باب ښوونځي کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه
د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ اړوند د اهل مغل ها لېسې زده کوونکو او تدریسي کارکوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم، د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پوهنې مسئولينو په وينا، د پاکو اوبو له دغې شبکې څخه به د همدغې لېسې تر ٦٠٠ زيات زده کوونکي او ښوونکي ګټه پورته کړې. د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې د ملاتړو بنسټونو له مادي او معنوي همکاریو څخه مننه کوي.