د بغلان ولايت د څو ښوونیزو بنسټونو بيارغونې پروژې بشپړې شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۲۶
951
__ د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي په وينا : په دې وروستيو کې د یاد ولايت دوشي ولسوالۍ دکیلګي لېسې د ودانۍ بيارغونې چارې بشپړې او په رسمي ډول د ٧٥زره افغانيو په لګښت سره ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
__ د درې مېلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي بغلان اړوند بایسقال منځني ښوونځي لېسې د احاطوي دېوال جوړېدو چارې هم بشپړې شوې.
__ د پلخمري ښار په اړوندو کې د عمر فاروق( رضی الله عنه) عالي لېسې ۵۰ پایې څوکۍ هم ترمیم او د زده کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د يادونې وړ ده، چې د همدغو پروژو لګښت د پوهنې وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوی دی.
دغه راز د بغلان ولايت پوهنې رئيس زياته کړه: ډير ژر به ديو شمېر ښوونځيو بيارغونې چارې چې اوسمهال روانې دي، بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS