د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۴:۴۸
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ د پوهنې رياست د سواد زده کړې د پروګرامونو آمریت وايي: په دې وروستيو کې د دغه رياست کارکوونکو په مزارشريف ښار او د دهدادي، بلخ، شورتپې، چمتال، دولت آباد، مارمل او د بلخ په ولسواليو کې د سواد زده کړې د ټولګيو فعاليتونه څارلي دي. او د چارو د ښه والي په موخه د یادو ټولګیو مسوولینو او ښوونکو ته رغنده مشورې ورکړل شوي دي
.
د مزارشريف ښار د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي د اداري چارو د ترسره کولو او د مراجعينو د کارونو د چټکتيا ترڅنګ، د دغه ښار د ښوونيزو مرکزونو له استازو، د يو شمېر ښوونځيو له مديرانو او استادانو سره وکتل. د يادو ښوونځيو د شوراګانو او مسوولينو ستونزې یې واوريدې او د حل په برخه کې يې د مرستو ژمنه وکړه.

د پوهنې ریاست د ښوونځیو د لابراتوارونو د کتنې په دوام، دا ځل د دې ریاست د مرکز ساینس او د تعلیمي ټکنالوژۍ عمومي مدیر د همدې څانګې له لابراتوارونو او اړوندو چارو څارنه وکړه.

د چمتال ولسوالۍ پوهنې آمر مولوي وحیدالله حماسي د دې ولسوالۍ په اوونیزه اداري غونډه کې د دې ولسوالۍ له ولسوال څخه وغوښتل چې په ځینو مواردو کې له پوهنې آمریت سره مرسته وکړي او د ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ وکړي.
نوموړي له دې غونډې څخه وروسته د هغه شپږ ورځني معلوماتي سیمینار په پرانیست غونډه کې چې د سیمه ییزو ښوونکو د روزنې د کیفیت د لوړولو په موخه جوړ شوی و، ګډون وکړ او د پوهې د ترلاسه کولو په باب یې خبرې وکړې.

د بلخ ولايت د مارمل ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د دې ولسوالۍ په اداري غونډه کې ګډون وکړ، د پوهنې د بهير او د پوهنې د پرمختګ په اړه يې ورسره خبرې وکړې او له هغوى د پوهنې په برخه کې د مرستو غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په بدخشان کې د مسلکي زده‌کړو روزنیزه برنامه پیل شوه

د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ اړوند په درېیو ښوونیزو حوزو کې د مسلکي زده‌کړو روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په دغه روزنیز پروګرام کې ټولټال ۱۱۰ تنه ښوونکي ګډون لري، چې له دې ډلې ۹۰ تنه د عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

BACK TO NEWS