د ختیځو ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- لغمان:
په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څه باندې ۵۰ تنو مدیرانو ته «د تدریس طریقه» تر عنوان لاندې ۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د ښوونځيو له مدیرانو وغوښتل، چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه د هیواد بچیانو د لاغوره ښوونې او روزنې په برخه کې کار واخلي.
- ننګرهار:
د یو تن علم پروره شخصیت په مالي مرسته د ۲۴۰ زره افغانیو په لګښت، د ننګرهار عالي لېسې لپاره د صحي اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه.
- کونړ:
د پوهنې وزارت متخصصینو له خوا، د کونړ ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره «د روڼ راپور ورکولو» په نوم سیمینار پیل شو او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې دوام وکړي.