د خوست د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکي وستایل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۴۷
د خوست د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکي وستایل شوه

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست والي د پوهنې ریاست یو شمېر کارکوونکي له دې کبله وستایل چې دندو ته په خپل وخت حاضریږي.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ولایت په مقام کې جوړه شوي وه، خوست والي محمد حلیم فدایي د پوهنې ریاست دغه کارکوونکي پر دنده ، معارف او هېواد مئین کسان یاد کړل، دوی ته یې د تقدیرنامو ترڅنګ نغدې ډالۍ هم ورکړې. ده وویل معارف یو له کلیدي ریاستونو څخه دی دا ځکه چې دلته انسان روزنې لپاره کار کېږي، او دا یوې سیمې لپاره تر هرڅه ډېر ارزښت لري.
ښاغلی فدایي زیاته کړه، د خوست پوهنې ریاست په دې وروستیو کې د پام پرمختګ کړیدی، زه هڅه کوم چې د خوست پوهنیز حالت د پوهنې ریاست سره په ګډه نور هم د بهترۍ لورې ته بوځم.
همدارنګه د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د خوست والي څخه مننه وکړه چې د معارف کارکوونکي هڅوي،او زیاته یې کړه د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کول په ادارو کې شفافیت راولي ښاغلی روښان زیاته کړه، دغه هڅونه زموږ کارکوونکو ته لا نوره انرژي او قوت ور وبخښي.
د پوهنې ریاست د نظارت غړي سید موسی مجروح په خپلو خبرو کې د ولایت مقام د دغه ګام څخه خوښي ښوده او زیاته یی کړه چې په ټول توان به هڅه وکړو چې خپل خدمات تر دې هم بهتر کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS