د خوست پوهنې ریاست کې د مسلکي ښوونکو د ګومارلو پروسه پیل شوه
پوهنې وزارت، خوست: خوست پوهنې ریاست بېلا بېلو ښوونځیو ته ۱۱۸ مسلکي ښوونکي د تدریس په موخه ور وپیژندل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه دپوهنې ریاست د ِغونډو په تالار کې جوړه شوي وه، د خوست ولایت د مقام مرستیال عبدالواحد پټان، د پوهنې رییس نصیر احمد روښان، دپوهنې مسوولینو او ښوونکو ګډون کري و.
د غونډي په پیل کې د پوهنې رییس نصیراحمد روښان خبرې وکړې او نویو ښوونکو ته یې د مبارکۍ تر څنګ يې غوره تدریس ته وهڅول، نوموړي زیاته کړه؛ تاسو د نسلونو روزونکي یاست، د باکیفیته تدریس په مرسته د زده کوونکو راتلوونکي جوړه کړئ تاسې د ټولنې اساس جوړونکي یې، او په خپل مقدس خدمت سره په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړی.
ورپسې د ولایت مقام مرستیال عبدالوحد پټان او د پوهنې ریاست دڅارندوي آمر د موضوع اړوند خبري وکړي، او پر ښوونکو یې ټینګار وکړ چې خپلو مقدسو دندو ته ژمن واوسئ او هم د خپل تدریسي مهالوېش ته په پام مخکې لاړ شئ.
د غونډي په پاي کې د ښوونکو په استازیتوب فضل رحمان د یادې پروسې په روړنتیا خبرې وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپلو دندو ته به په پوره ژمنتیا سره دوام ورکوي همدا ډول یې د تقرور مدیریت کړنې هم وستایلې.
یاده دې وي چې نوموړي ښوونکي د ډلییزي آزموینې له لارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري په آزموینه کې بریالي اعلان شوي و، چې د یاد ولایت مرکز په ګډون به په بېلا بېلو ولسوالیو کې وګومارل شي، چې په دې سره به په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
