د داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۳:۱۱
منتال

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د یاد وزارت د پسرلني لباس د چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې د یاد وزارت له تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د دوشنبې ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د چنګاښ میاشتې تر ۱۱ مې/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ده افغانان سیمې اړوند په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپارئ.

بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې ۸۰۰۰۰ افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د وشنبې ورځ ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو پوهنې وزارت کې جوړه شي.

والسلام

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS