د دایکندي ولایت په یوه ښوونځي کې نوې ودانۍ جوړه شوه
د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سفيدپشته لرګر منځني ښوونځي نوې ودانۍ په ولسي مرسته د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو لګښت سره جوړه او د پوهنې مسوولینو، علماءکرامو، سپینږیرو او سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۷ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او یو ګدام لري، چې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او د سلګونو زدهکوونکو لپاره یې مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړی دی.
