د دایکنډي ولایت د ۴ بابه ښوونځیو ۳۰ لوبډلو ترمنځ " پوهنې یووالی" تر نامه لاندې د فوټسال ټورنمنټ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۸
321

یادې سیالۍ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۰مه پیل شوې وې، د یاد ولایت په مرکز کې یې د سنګموم، رباط دشت، شهید مزاري او شهید صادقي لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ په رقابتي شکل دوام وکړ.

د ښار د لېسو ترمنځ په وروستي پړاو کې، د سنګموم ښوونځي د لسم ټولګي لوبډلو او د رباط دشت ښوونځي د دولسم ټولګي لوبډلو سیالي وکړه، چې په پای کې د رباط دشت لوبډلې بریا تر لاسه کړه.

همدارنګه د منځینو ښوونځیو په کچه، د سنګموم ښوونځي د نهم ټولګي لوبډلو او د شهید مزاري ښوونځي د نهم ټولګي لوبډلو یو بل سره سیالي وکړه، چې په پای کې د شهید مزاري لوبډلې په سیالۍ کې د مخکښې لوبډلې لقب وګاټه.

هغه پروګرام چې د پایلو د اعلان او جایزو وېشلو لپاره د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي او د دایکنډي ولایت د اولمپیک ملي کمېټې د مسئولینو او چارواکو په شتون کې ترسره شو، چارواکو په دې پروګرام کې د ښکېلو کسانو هڅې وستایلې او سپورټ یې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ځوانانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې خورا مهم وباله.

یاد ټورنمنټ د سپورټي روحیې پیاوړتیا، سالمې سیالۍ او د زده‌کوونکو د فزیکي او رواني روغتیا د ودې په موخه ترسره او د والدینو او زده‌کونکو لخوا یې په پراخه کچه تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د پوهنې وزارت محترم سرپرست د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د "بریډ" سیسټم د ګټو په اړه آنلاین کنفرانس دایر کړ

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسان هم حاضر وو، په یاد وزارت کې د "بریډ" سیسټم له جوړولو ستاینه وکړه او د مراجعینو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د دایکنډي ولایت د ۴ بابه ښوونځیو ۳۰ لوبډلو ترمنځ " پوهنې یووالی" تر نامه لاندې د فوټسال ټورنمنټ جوړ شو

یادې سیالۍ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۰مه پیل شوې وې، د یاد ولایت په مرکز کې یې د سنګموم، رباط دشت، شهید مزاري او شهید صادقي لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ په رقابتي شکل دوام وکړ.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د دایکنډي ولایت ښوونځیو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د دایکنډي ولایت د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د خېمو، کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوه.

په دغو کڅوړې کې لاندې مواد شامل دي:

د لومړنیو. . .

BACK TO NEWS