د زمري میاشتې ۲۴ مه نیټه، پر باطل د حق بریا او د کابل فتحې دویمه کلیزه د ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې ولمانځل شوه.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۶:۲۳
123

د افغانستان د ا.ا م/ جاهدینو له لوري د یرغلګرو د شرموونکې ماتې او د کابل د فتحې دویمه کلیزه، چې د زمري میاشتې له ۲۴مې سره برابره ده، د هېواد د ټولو ولایتونو په پوهنې ریاستونو کې په ځانګړي ویاړ او پرتمینو مراسمو سره ولمانځل شوه.
په یادو مراسمو کې د ولایتونو دپوهنې مشرتابه سربېره، د مدارسو او ښوونځیو مسئولینو، استادانو، مشرانو، ګڼ شمېر زده کوونکو ، د ولایتونو د ملکي او نظامي ادارو رئیسانو، علماوو او د خلکو استازو هم ګډون درلود. 
د غونډې ويناوالو هر يو د افغانستان د م/جاهد او شهید پرورو ملت د مبارزو په اړه خبرې وکړې او څرګنده يې کړه، د هېواد تاریخ د یرغلګرو په وړاندې د همدې مجاهد ملت له کارنامو او ویاړنو څخه ډک دی، چې تل یې د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې په خالي لاس مبارزه کړې او په پایله کې هغوی په هر ډګر کې له سختو ماتو سره مخامخ کړي دي.
دوی زیاته کړه، یو له دې کارنامو او ویاړنو څخه دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د اسد میاشتې ۲۴مې) پیښه وه، چې په ترڅ کې یې امریکایي اشغالګر ځواکونه او متحدین یې د م/جاهدینو د سختې مبارزې په پایله کې له شرموونکې تاریخي ماتې سره مخامخ شول او بلاخره زموږ له پاکې خاورې څخه وتښتېدل.
د ویناوالو داخبرې د غونډې د ګډون والو له لوري په تودو احساساتو، د الله اکبر پرله پسې نارو او د سپیڅلي بیرغ په پورته کولو له تود هرکلی سره مخامخ شوې.
په  ورته مهال، د بېلا بېلو ويناوو ترڅنګ، د مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو هم د یادې پرتمینې او تاریخي ورځې په تړاو خپلې وطني ترانې، مقالې او شعرونه ولوستل ، چې د ګډون والو له لوري يې تود هرکلى وشو او د پوهنې ریاست مسئولینو له لوري، یاد زده کوونکي په  ډالیو سره وهڅول شول.
د هېواد د خپلواکۍ د لمانځنې دا غونډې، د افغان ولس د هوساینې او د هېواد د پوهنې نظام د سمسورتیا په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS