د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې دوه اداري خونې جوړې شوې
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د درې ژبې لېسې لپاره د ښوونځي د تعلیمي شورا غړو په مالي ملاتړ، د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت دوه نوې اداري خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د يادو خونو په جوړېدو سره به د ښوونځي اداري چارې په منظم او اغېزمن ډول ترسره شي او همدارنګه به د اړوندو اسنادو او وسایلو د ساتنې لپاره مناسب ځای برابر شي.
