د غمرازۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیر ماښام د لوګر ولایت مرکز، پل علم ښار کې موتر بم چاودنه وشوه، چې په پايله کې يې د ښځو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون په روغتون کې بستر يو شمير ناروغان هم شهیدان او ټپي شول، چې د شهيدانو او ټپيانو په ډله کې د ازرې ولسوالۍ د مرکزي ليسې زده کوونکو کې هم شامل دي، چې د کانکور آزموينې په موخه مرکز ته راغلي وو، چې هر یو نور علي د شیرعلي زوی او خوبیب د عبدالله زوی شهیدان او یونس د رحمت الله زوی، عبیدالله د عبدالمالک زوی او حفیظ الله د اسلام الدین زوی ټپيان شوي دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه دا بريد په کلکه غندي او د لوی خدای له درباره د پیښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتیا هیله کوي.