د غور پوهنې ریاست کې د بودجې جوړونې په تړاو ناسته تر سره شوه

پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت پوهنې ریاست د بودجې جوړونې غونډه د دغه ولایت د ۱۱ اداري واحدونو په کچه د یاد ولایت د پوهنې ریاست سر پرست ، د برنامو امرانو ، د ولسوالیو د پوهنې امرانو او د ښوونکو په ګډون جوړه شوه.
د غور د پوهنې ریاست سر پرست استاد میراحمد حسیني په دې ناسته کې وویل: د پوهنې ریاست ځواب ویونکى ریاست دی او ژمن دی چې په مرکز ، ولسواليو او لیرې پرتو کلیو کې تعلیمي خدمات وړاندې کړي.
نوموړي د ولسوالیو د پوهنې امرانو ته د واک پر سپارلو ټینګار وکړ، ترڅو په بیلابیلو سکتورونو کې خپلې ستونزې او ننګونې حل کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ولسوالۍ په کچه د بودیجې په جوړولو سره به د پوهنې چارواکي خپلې بودجې وویشي او خپلې ستونزې به حل کړي.
په دې ناسته کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو امر ، د ښار د پوهنې ریاست چارواکو ، د ولسوالیو او ښوونځیو استازو هم خپلې ستونزې راپورته کړې او د پوهنې ریاست د لا ښه کيدو په موخه اړينې پريکړې و شوې.