د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د نتایجو او شهادتنامو ریاست د پرنټرونو د اړتیا وړ۶۰ سېټه رنګ پېرودلو قرارداد د امید ارشد لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې د کابل ښار په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د۲،۶۷۶،۰۰۰ (دوه میلیونه، شپږ سوه شپږ اویا زره) افغانیو په ارزښت ورکړي.
ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له اړوندو دلایلو سره، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سیمې ته څېرمه په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او د پورته ټاکل شوې مودې له بشپړېدو او اړوندو قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته، قرارداد نه شي عقد کېدای.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
