د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ۵۰ ښوونکو روزنه پيل شوه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې په ګډون د ۲۳ ښوونځيو ۵۰ ښوونکو ته د تجربوي زده کړو روزنه پيل شوه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې،چې د ناظر کلا په منځني ښوونځي کې جوړه شوې وه د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مدير ښوونمل قاري محمد يعقوب اورمړ او د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمريت استازو برخه اخيستې وه.
دا لس ورځنۍ روزنه، د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې، د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت د کدري او مسلکي استادانو له خوا ور کول کېږي.
په دغه روزنه کې،ښوونکو ته د ساينسي او رياضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په اړه عملي زده کړې ور کول کېږي، څو د هغوى علمي او مسلکي سويه لوړه شي.
د لوګر د پوهنې رئيس ښاغلى مولوي جنت ګل عزيز وايي، چې د برکي برک، څرخ،محمدآغې، خروار او ازرې ولسواليو ښوونکو ته يې هم ورته روزنيز پروګرامونه ترتيب کړي دي.
هغه زياته کړه،چې د يادو روزنيزو پروګرامونو له لارې به د ساينسي او رياضي مضمونونو ۱۸۵نور ښوونکي هم وروزل شي.
د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم په لوګر کې د ۲۷ ښوونځیو ۶۵ ښوونکي په ياده برخه کې روزل شوي دي.