د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۷۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتيا وو لوړولو روزنه ښه روانه ده!

د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو د ۷۰ تنو نارينه او ښځينه ښوونکو د وړتيا لوړونې روزنه ښه پر مخ روانه ده.
د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالرحمن مدني د ياد مطلب په څرګندولو سره وايي؛چې دا روزنه ۷ ورځې مخکې د پوهنې رياست په هلو ځلو د آى، آر، سي موسسې له خوا پيل شوې وه.
د ده په خبره؛د دې روزنې مٶخه، د ښوونکو وړتيا لوړول دي، چې ۴۰ نارينه او ۳۰ ښځينه ښوونکي به پکې د تدريس د نوېو لارو چارو مسلکي روزنه تر لاسه کړي.
هغه زياته کړه؛ چې په دې روزنې سره به په ښوونځيو کې درسي کيفيت لا لوړ شي او هم به د تدريس په برخه کې د ښوونکو شته ستونزې هوارې شي.
مدنی د يادو ښوونکو پر روزنې خوښي څرګنده کړه او د پوهنې رياست له چارواکو څخه د ورته نورو روزنيزو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکي شو.
د یاد روزنيز ورکشاپ برخه وال ياده روزنه اړينه وبلله او د وخت پر زياتېدو يې ټينګار وکړ.