د لوګر ولایت اوسېدونکو د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې له پوهنې سره ۵ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۳۷
21

د لوګر ولایت پوهنې ریاست ویلي چې د روان (۱۴۰۴ ) لمریز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې، د عامو خلکو او علم پروره شخصیتونو لخوا، د ۲۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو جوړولو او بیارغولو لپاره شاوخوا ۵ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

یادې مرستې د پوهنیزې پروسې لاپیاوړتیا، د ماشومانو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو کولو او د پوهنې له څانګو سره د همکارۍ په موخه ورکړل شوې دي.

په دې مرستو کې د مدارسو او ښوونځيو د ودانیو جوړولو لپاره د ځمکې وقف کول، د درسي خونو او شاوخوا دېوالونو جوړول، د تعلیمي ودانیو او د هغوی د ضمیمو بیارغونه، د څښاک پاکو اوبو برابرول، د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبول، د زده‌کوونکو لپاره درسي موادو چمتو کول او ځینې نور توکي شامل دي.

د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو، په ځانګړې توګه د لوګر ولایت علم پروره ولس لخوا د پوهنیز سیسټم سره د چمتو شوې مادي او معنوي مرستې څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت اټغر ولسوالۍ د پشي‌کاریز لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ او د سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغې ولسوالۍ پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د جوزجان ولایت په یو باب دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د شبرغان ښار اړوند کوک‌ګنبد سیمې په ابوایوب انصاري دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د حقانیه مجیدیه دیني مدرسې لپاره د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره، د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت، د یوه متدین او علمي شخصیت په مالي مرسته او د یاد. . .

BACK TO NEWS