د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د ساتنې په اړه د پوهاوي کمپاین پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۱:۲۹
18

د درسي کتابونو د ساتنې او پالنې په موخه، د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د «درسي کتابونه ملي شتمني ده او باید وساتل شي» تر سرلیک لاندې په ۱۶ بابه ښوونځیو کې د پوهاوي کمپاین پیل شو.

ياد کمپاين د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رياست د پلان او پروګرام له مخې پيل شوى، چې د لوګر ولايت د نشراتو مديريت د کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه پروګرام څه موده وړاندې د همدې ولايت د خوښۍ ولسوالۍ په ۱۰ بابه ښوونځيو کې د ١٢ زرو زده کوونکو د پوهاوي په موخه پيل شوى و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۸
Background image

غور ولایت کې د ۸،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ بابه ښوونیزو مرکزونو ودانۍ بیاورغول شوې

د ۳۴ بابه ښوونځيو، ۲ بابه دیني مدارسو او یو باب دارالحفاظ بیارغونې پروژې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۸ مېلیونه ۵۵۶ زره ۲۱۷ افغانیو لګښت سره په اساسي ډول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۳:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند چتلې لېسې د ودانۍ رغنیزې چارې، چې یو کال وړاندې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې په مرسته پیل شوې وې، د پوهنې رئیس مولوي محمد شریف. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره ځینو خبرونو ته کتنه

- نیمروز:
د نیمروز ولایت مرکز او ولسوالیو د پوهنې شوراګانو ۱۳ تنو علمي غړو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد. . .

BACK TO NEWS