د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۵ ښوونځي بېرته رغول کېږي

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۵:۲۸
1234

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ودانیو د بیا رغاونې کارونه رسمآ پیل شول. 
 

یاد ښوونځي،د پوهنې ریاست په هلو ځلو د آی، آر، سي مؤسسې په مالي لګښت رغول کېږي، چې ډېر ژر به د زده کوونکو د لوست لپاره چمتو شي. 


په نوموړو ښوونځیو کې، د نورا، پسپجک، خواجه بلند، شش قلعه او دښت په نومونو د نجونو او هلکانو ۵ ښوونځي شامل دي. 


د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د نوموړو ښوونځیو پر بیارغونې خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې په دې کار سره به ۴ زره زده کوونکو ته  د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي. 


د یادونې وړده، چې ډېر ژر به په برکي برک ولسوالۍ کې هم د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د بیارغاونې کارونه پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د اوونۍ د مهمو خبرونو لنډه کتنه

۱- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست هېواد ته د بېرته راستانه شويو ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۰
Background image

د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دغه ورکشاپ د ياد ولایت په مرکز سربېره د زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو کې د ښوونځیو مسوولینو او ښوونکو ته جوړ شوی دی.
د ورکشاپ موخه د تدریس د نويو او اغېزمنو لارو چارو معرفي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۸
Background image

د صنفي اصولو ټولګيو ته څه باندې ۱۲۶ زره درسي کتابونه ووېشل شول

ټولټال ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د نوي نصاب د صنفي اصولو درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لخوا د کابل ښار او میدان وردګ ولایت پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي وو، د دغو. . .

BACK TO NEWS