د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۵ ښوونځي بېرته رغول کېږي
د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ودانیو د بیا رغاونې کارونه رسمآ پیل شول.
یاد ښوونځي،د پوهنې ریاست په هلو ځلو د آی، آر، سي مؤسسې په مالي لګښت رغول کېږي، چې ډېر ژر به د زده کوونکو د لوست لپاره چمتو شي.
په نوموړو ښوونځیو کې، د نورا، پسپجک، خواجه بلند، شش قلعه او دښت په نومونو د نجونو او هلکانو ۵ ښوونځي شامل دي.
د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د نوموړو ښوونځیو پر بیارغونې خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې په دې کار سره به ۴ زره زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.
د یادونې وړده، چې ډېر ژر به په برکي برک ولسوالۍ کې هم د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د بیارغاونې کارونه پیل شي.
