د لوگر ولایت ښوونکو ته د وړتیا لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند ۵۸۷ تنو نارینه ښوونکو ته د وړتیا لوړونې په برخه کې پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو.
دغه روزنیز پروګرام د پوهنې ریاست د لارښوونې له مخې د پوهنې ښاري آمریت د ښوونیزې څارنې او ارزونې آمریت له خوا په لاره اچول شوی دی.
په نوموړي روزنیز پروګرام کې د ۶۲ ښوونځیو ۵۸۷ ښوونکو برخه اخیستې چې موخه یې د ښوونکو د مهارتونو لوړول او هم دوی ته د تدریس عصري لارې چارې ښودل دي.
له دې مخکې د خوښۍ ولسوالۍ ۵۳ ښوونکو ته هم ورته روزنیز پروګرام پیل شوی چې په نژدې ورځو کې به د پاتې نورو ولسوالیو ښوونکو ته هم ورته روزنیز پروګرامونه پیل شي.
