د مرکز او ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
کابل
د کابل ښار پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني، د ترکيې هېواد د ښوونځيو آزموينې سيستم (اوسیم) له مسئولينو بلال ترناکچی او هلیل شینګون سره وکتل.
په یاده کتنه کې پوهنې رئیس دغه پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ په باب خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل، تر څو د آزموينې د بهير په باب خپلې تجربې د معلوماتو او اطلاعاتو د خونديتوب په برخه کې له تخنيکي کارکوونکو سره شريکې کړي.
په پای کې یاد پلاوي د کابل پوهنې رياست له مشرتابه سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
غزني
د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني، د یاد رياست له آمرینو او مديرانو سره د ښوونيزو ستونزو د څېړلو او ورته د حل لارو د موندلو ترڅنګ، د ۱۵۰۰ ديني علماوو د ګمارلو په اړه چې په دې وروستيو کې د استادانو په توګه منظور شوي دي، لازمې لارښوونې وکړې.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، ګرشک ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د دیني مدارسو له مسؤلینو او مهتممینو سره وکتل.
نوموړي د تدریسي کړنو په لړ کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه مطرح او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
یو ځل بیا د غزني ولایت څخه:
د غزني ولایت پوهنې رئیس، د یاد ولایت مرکز اړوند، د سنایي عالي لېسې د زده کوونکو لاسي صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړ او د خپلو هر اړخیزو خبرو په ترڅ کې یې زده کوونکي د عصري او دیني علومو زده کړې ته وهڅول.
د يادونې ده، په دې نندارتون کې د زده کوونکو ٦٠ ډوله لاسي توليدات نندارې ته اېښودل شوي وو.
نیمروز
د نيمروز ولايت رودابه لومړني ښوونځي مسئولينو او د شورا غړو، د يادې لېسې ٣٠ تنو نارينه او ښځينه يتيمانو او بېوزلو زده کوونکو سره د یو-یو جوړه بوټونو مرسته وکړه.
