د معارف د دريم ملي ستراتيژيك پلان د برنامو د پرمختګ او همغږۍ په موخه د پوهنې وزارت او په دې برخه كې د كورنيو او نړيوالو همكارانو په ګډون غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه كې، چې د پوهنې وزارت په مقر كې ترسره شوه د پوهنې وزير جلالتمآب ډاكټر محمد ميرويس بلخي د موضوع په اړه خبرې وكړې او د معارف د دريم ملي ستراتيژيك پلان ښكاره موخې يې په ښوونځيو كې د تعليمي خدماتو د كيفيت لوړول، تعليمي خدماتو ته متوازن لاسرسى، د معارف په سكتور كې د اصلاحاتو او روڼتيا راوستل په ګوته كړل او زياته يې كړه: د پوهنې وزارت په بيلابيلو بستونو كې ښځو ته د مديريتي آسانتياوو برابرول چې په هغې كې د پوهنې وزارت د نصاب معينيت، د ښوونكو د روزنې رياستونه، د ولاياتو د پوهنې رياستونو د مرستيالانو بستونه شامل دي دغه راز په نوي تعليمي نصاب كار كوول، د هغه ماشومانو د شمېرې راټيټول، چې ښوونځيو ته راسرسى نلري او پوهنې وزارت كې د بنيادي اصلاحاتو رامنځته كول د دريم ملي ستراتيژيك پلان د برنامو څخه ياد كړل، چې تر دې دمه د دې وزارت لخوا پلي شوي دي.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د دريم ملي ستراتيژيك پلان د پرختګ په اړه خپلې برنامې او راپورونه د پوهنې وزارت له رهبرۍ سره شريك كړل.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه كې د اضطراري تعليماتو، د بشري سرچينو له متخصصينو څخه كار اخيستل، د راستنو شويو كډوالو لپاره د زده كړو آسانتياو برابرول او خصوصي ښوونځي هغه موضوع ګانې وې چې پرې بحث وشو.
