د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په پوهنې وزارت کې ولمانځل شوه.

غونډه د قران شریف په تلاوت سره پیل شوه او وروسته له هغه د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي د دې ورځې مبارکي د هیواد ټولو اتلانو او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د محافظت قطعې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه تاسو د هیواد د خپلواکي او ملي حاکمیت ساتونکي یاست چې د تاریخ په زرینو پاڼو کې به ستاسو له سرښندو په میړانه یادونه کیږي.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین ډاکټر عطاالله واحدیار، د تضمین کیفیت معین ډاکټر سرادر محمد رحیمي او د منابع او ادارې معینې میرمن ویکټوریا غیوري په خپل وار د سرتېري ورځ د مبارکي ترڅنګ زیاته کړه تاسو خپل ژوند د خلکو د هوساینې او د هیواد د ګټو د خوندیتوب په پار قربانوئ، شپه او ورځ د ستونزو په ګاللو سره د هیواد په دفاع بوخت یاست تاسو د دې شعار(خدای، دنده او هیواد) ریښتینې معنا خلکو ته ور وپیژنده.
د وزارتونو د ساتنې قطعې قومندان سمونمل زمري نصرتي د سرتېرو په استازي توب د پوهنې وزرت له مشرتابه د دې ورځې د لمانځنې په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه د هیواد او هیوادوالو ساتنه یې ایماني او وجداني دنده ده.
د غونډې په پای کې سرتېري د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د مننلیکونو په ورکړې سره تشویق شول.