د ملکي کارکونکو د فعالیتونو د ارزولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۵:۲۷
د ملکي کارکونکو د فعالیتونو د ارزولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت، کابل: دپوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د لیک لوست زده کړو ریاست د آمرینو او مدیرانو لپاره د بشري سرچینو عمومي ریاست په نوښت دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.

د ښوونې او روزنې معینیت د ملي بسج رییس محمدیاسین صمیم دغه ورکشاپ د ملکي کارکوونکو د کړنو د ارزونې او وړتیا لوړولو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه:

د ملکي کارکوونکو د کړنو ارزونه، د نوي قدرونو ګومارل، د ملکي کارکوونکو د ضعف ټکو پیژندل، کارکوونکو ته دمادي او معنوي امتیازاتو لپاره معیار ټاکل، د کارکوونکو ترمنځ د کارکولو هڅونه، د مدیریت په برخه کې کاري تجربې ترلاسه کولو لپاره زمینه چمتو کوي.

د یاده ولو وړ ده، چې په یاد دوه ورځني ورکشاپ کې د ښوونې او روزنې معینیت د لیک لوست زده کړو ریاست آمرین او مدیران به د ملکي کارکوونکو د ارزونې په نوي سیستم کې لازمې زده کړي ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه.

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې، دامان ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په هغې غونډې کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۰
Background image

د پکتیا ولایت په مرکز او څمکنیو ولسوالۍ کې د سواد زده کړې ښوونځي پرانېستل شول

د پوهنې وزارت، پکتیا : د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د سواد زده کړې ښوونځی د یاد ولایت د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي لخوا په داسې حال کې، چې د یادې ولسوالۍ ولسوال، امنیې قوماندان،. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۹
Background image

غزني ولایت کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پوهنې وزارت،غزني: غزني ولایت کې مرکز پورې اړوند، د وزیرآباد او احمدآباد په نومونو دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

د یادو ښوونځیو ودانۍ د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۱۷ میلیونه او ۳۸۷ زره. . .

BACK TO NEWS