د ملک په کچه د ا.مارتي ښوونځیو د ریاضیاتو او ساینسي پروژو (المپیاډ) پای غونډه ترسره شوه 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۸
5465

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست په نوښت، د ملک په کچه د ا.مارتي ښوونځیو د زده‌کوونکو د ریاضیاتو او ساینسي پروژو (المپیاډ) پای‌غونډې پرتمین مراسم، د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، ښاغلو مسئولینو، محترمو مرکزي رئیسانو د ځینو بهرنیو ادارو استازو او مېلمنو په حضور کې ترسره شول. 
لومړی د پوهنې وزارت د نصاب او ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې علمي غونډې په تړاو ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل او د ټکنالوژي په برخه کې یې د زده کوونکو خلاقیت، نوښت او هڅې وستایلې.
 همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د دغو علمي سیالیو په برابرولو او د نوښتګرو زده کوونکو په هڅونه کې د پوهنې وزارت کړنې وستایلې او له ځوانانو یې وغوښتل چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې شپه ورځ هڅې وکړي.
دغه راز د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل د ساینسي علومو المپیاډ په جوړېدو خوښي څرګنده او په دغه برخه کې یې له ټولو ادارو څخه قدرداني وکړه.
نوموړي وویل چې علم د یو هېواد ځواک او قوت دی او ډاډ یې ورکړ چې افغان زده کوونکي او ځوانان به ډېر ژر د علم او ټکنالوژي په برخه کې لوی پرمختګونه او نړۍوال مقامونه ترلاسه کړي.  
په همدې تړاو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د ساینسي پروژو ټولو ممتازه زده کوونکو ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه، اسلام د علم په ترلاسه کولو ټینګار کړی او دا ځکه چې د ټولنې معیار په پوهه کې نغښتی دی، تر څو د دغه معیار پر مټ دنیوي او اخروي بریاوو ته ورسېږو.
په ورته مهال نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د استعدادونو راپورته کېدو ټاټوبی دی او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نړۍ د قوت او پرمختګ یوازینی بنسټ علم، پوهه او ټکنالوژي ده.
د مسئولینو په وینا، دغه علمي سیالۍ لومړی په ولایتونو کې د ټولو اړوندو ښوونیزو مرکزونو په سطحه پلې شوې، چې تر دقیقو ارزونو وروسته له ټولو ولایتونو څخه د ۴۵ تنو زده کوونکو ساینسي پروژې غوره وبلل شوې او د ملک په کچه یې علمي سیالیو ته لاره پیدا کړه، چې تر هراړخیزې ارزونې وروسته ۳ تنو (له پروان ولایت څخه ثناءالله لومړی مقام، کاپیسا ولایت څخه فرهادالله دویم مقام او له میدان وردګ ولایت څخه محمدایاز درېیم مقام) تر لاسه او د چارواکو لخوا په معنوي او مادي ډالیو وویاړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS