د ملک په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۷
یسبسیب

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، نن د وږي ۱۵مه د ملک په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال دی، چې د پوهنې رئیسانو، مسوولینو، د سیمه‌ییزو ادارو د چارواکو، استادانو، ښوونکو، فرهنګي شخصیتونو او زده‌کوونکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې مسوولینو د نوي ښوونیز کال د پیل له امله ښوونکو، زده‌کوونکو او ټولو علم‌پالو هېوادوالو ته مبارکي وویله او له زده‌کوونکو یې وغوښتل چې له شته ښوونیزو فرصتونو او د پوهنې وزارت له لوري برابرو شویو اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو زده‌کړو او علمي ودې په لاره کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS