د ملک په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې، نن د وږي ۱۵مه د ملک په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال دی، چې د پوهنې رئیسانو، مسوولینو، د سیمهییزو ادارو د چارواکو، استادانو، ښوونکو، فرهنګي شخصیتونو او زدهکوونکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې مسوولینو د نوي ښوونیز کال د پیل له امله ښوونکو، زدهکوونکو او ټولو علمپالو هېوادوالو ته مبارکي وویله او له زدهکوونکو یې وغوښتل چې له شته ښوونیزو فرصتونو او د پوهنې وزارت له لوري برابرو شویو اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپلو زدهکړو او علمي ودې په لاره کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.
