د میدان وردګو له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۴:۴۵
غفع

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له ۱۰۷۰ تنو د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه د سویې ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مشرتابه د مجاهدینو د زړورتیا او میړانې د ستاینې په ترڅ کې زیاته کړه: هغه کسان چې په دې ازموینه کې معیاري نمرې ترلاسه کوي کولای شي له یوولسم ټولګي څخه خپل درسونه پیل کړي او هغه کسان چې په دویمه درجه کې راځي، کولای شي خپل درسونه له لسم ټولګي څخه پیل کړي.

د چک ولسوالۍ د الجهاد له دارالعلوم څخه د قرانکریم پنځه تنه حافظان فارغ شول. په همدې موخه د پوهني رياست د مشرتابه او کارکوونکو، ديني عالمانو او د فاضلانو د کورنيو غړو په ګډون يوه غونډه جوړه شوې وه.
 مسوولینو فاضلانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی یې وغوښتل چې له دې وروسته به خپلو خلکو او ولس ته به خدمت کوي او په دې لاره کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د پوهنې آمریت په کاري غونډه کې د نوي ښوونیز کال د چمتووالي په باب د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره خبرې وشوې او له هغوی وغوښتل شول چې د اداري او تدریسي چارو د ښه والي لپاره ښه پلانونه وړاندې کړي، ترڅو د ورځنیو فعالیتونو په جریان کې له ستونزو سره مخ نه شي.
او همدارنګه په دې غونډه کې د نيالګيو په ايښودلو او په ښوونیزو مرکزونو کې د شنو سیمو پر ارزښت هم خبرې وشوې.

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت د دغه ولایت د ولسوالیو د سواد زده کړې له مدیرانو سره د تېر کال پر مسایلو خبرې وکړې او د چارو د سمون په موخه یې ځینې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د سواد زده کړې مدیرانو خپلې لاسته راوړنې او ننګونې د سلایډونو او انځورونو له لارې د غونډې غړو ته وړاندې کړې.

د چک ولسوالۍ د پوهنې او د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو د يادې شوې ولسوالۍ د کثيرالرشتوي انستيتوت څخه ليدنه وکړه او د ياد انسټيټيوټ له هر اړخيزې ازموينې وروسته يې د يادې ښوونيزې موسسې د استادانو خدمتونه د ستاينې وړ وبلل.
له بلې خوا د يادې شوې انسټیټیوټ آمر د سيمه ييزو مسوولينو د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ځوان نسل او د هغوى د زده کړو په برخه کې به تر خپله وسه هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار په یوه ښوونځي کې کتابتون پرانیستل شو

د کابل ښار غازي عالي لېسې لپاره د پوهنې یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د ۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو مجهز کتابتون جوړ او د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي په هرات ولايت کې د ښوونیزو او روزنیزو برنامو د پلي کېدو ارزونه وکړه

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د مرستیال مولوي بسم‌الله حسان په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته د سفر پر مهال، د  ياد ولایت له پوهنې مسٸولینو سره په کتنه کې، د دعوت او ارشاد د برنامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۵۸
Background image

په خوست ولایت کې د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د خوست ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې د ۸۶ زره ۶۸۰ تنو زده‌کوونکو او ۳ زره ۴۸۲ تنو ښوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS