د میدان وردګو ولايت په کچه دقران ستوري معرفي شول

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۳:۳۶
د میدان وردګو ولايت په کچه دقران ستوري معرفي شول

د میدان وردګ ولایت د پوهنې رياست اړوند ښوونځيو د ۱۲۰۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ دقران ستوري سيالي چې څه موده مخکې  پیل  شوې د پنځم پړاو په  ازموينه کې  دري تنو نجونو او دریو تنو هلکانو زده کوونکو لوموړي، دوهم او دریم مقام تر لاسه کړ.
۱-زلمی دسيدالرحيم زوی دنرخ ولسوالۍ اړوند شهاب الدين ليسې زده کوونکی دنازینه و برخې لومړي ستوري په صفت.
۲-رقیه دمحمد رضا لور دمرکز بهسود ولسوالۍ اړوند راقول ليسې زده کوونکي، دښځنه و برخې لومړي ستوري په صفت.
۳-وکيل احمد داصيل محمد زوی دچک ولسوالۍ اړوند شهادت دارالعلوم زده کوونکی دنارینه و برخې دویم ستوری. 
۴-شيلا دعبدالصبور لور دجلريز ولسوالۍ اړوند بي بي عائشه ښوونځي زده کوونکې. دښځينه و برخې دویم ستوري په صفت.
۵-احمد دنور اغا زوی د چک ولسوالۍ اړوند شهادت دراالعلوم زده کوونکی دنارینه و برخی دریم ستوری په صفت.
۶-حامده ددوست محمد لور د مرکز اړوند فاميليو ليسې زده کوونکې دښځینه و برخی دریم ستوری په صفت.
د یادې سیالۍ په پیل غونډه کې، چې د میدان وردګ د پوهنې ریاست د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه د والي په ګډون د پوهنې رئیس ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه. 
د یاد ونې وړ ده چې د لوموړي، دوهم او دریم مقام ګتونکي زده کوونکي د والي او دپوهنې  رياست لخوا په نقدي او ځانګړو جوایزو سره ونازول شول. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS