د میدان وردګو ولایت د پوهنې په ریاست کې اداري سیمینار پیل شو

د میدان وردګو د مرکز او ولسوالیو د ۲۱ اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار د سویډن کمیټې سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک سره سم پیل شو.
د پوهنې ریاست په استازیتوب، د دې ادارې مرستیال مولوي فضلالرحیم موسی د سیمینار د ګټو په اړه خبرې وکړې او په راتلونکي کې یې د پوهنې ریاست نورو غړو لپاره د دې سیمینار د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم په دغه ولایت کې د ۴۰ تنو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.