د میدان وردګ ولایت غازي محمد جان خان عالي لېسې ودانۍ د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۱۷
25

د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند د غازي محمد جان خان عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې پروژه، چې د دوست هیواد ترکیې د خیریه بنسټ لخوا د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت تمویل شوې، د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د اقتصاد وزارت د مقام د دفتر رئیس شیخ عبدالباري، د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحب‌زاده، پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت او د یاد ولایت یو شمېر نورو چارواکو او مسئولینو پکې ګډون درلود، افتتاح او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

مسئولینو او مقاماتو په خپلو ویناوو کې، د یاد خیریه بنسټ څخه مننه څرګنده او خلک یې د خپلو ماشومانو زده‌کړې او تعلیم په برخه کې وهڅول او له ښوونکو یې هم وغوښتل چې زده‌کوونکي په اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.

همدارنګه د پوهنې چارواکو ډاډ څرګند کړ چې د پوهنې په برخه کې به نورې زیربنایي پروژې هم پلي شي.

د یادونې وړ ده چې، د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د مدارسو او ښوونځيو لپاره د معیاري ودانیو جوړولو ته هڅې کوي، تر څو طلاب او زده‌کونکي وکولی شي، په خوندي او مناسب معیاري چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS