د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پېل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۲:۵۹
د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پېل شو

پوهنې وزارت_ننګرهار: دننګرهار ولایت په ټودو سیمو کې نوي ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په ګړنکولو سره پیل شو.
په هغه په مراسمو کې چې له همدې امله د جلال اباد ښار د چکنوریو په لېسه کې جوړ شوي و د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري په تودو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل له امله د مبارکۍ ترڅنګ په تیر یوه کال کې د پوهنیز بهیر پر لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو خبرې وکړې ویې ویل سره له دې چې تیر کال له امنیتي پلوه له ستونزو او مشکلاتو ډک کال و، خو پوهنې ریاست د کارمندانو د زيار، د ښه مدیریت او ټولو همکارانو د همغږۍ له امله لاسته راوړنې هم لرلې.
هغه وویل په تېرکال کې دنجونو زده کړو ته ځانګړې پام شوی او د لومړي ځل لپاره په لرې پرتو او نا امنه سیمو کې ښځینه قرار دادي ښوونکې پر دندو وګومارل شوې او همدارنګه د نجونو د ښوونځیو بیا رغاونې او ستونزو هواري ته لومړیتوب ورکړل شوی دی .
پوهنې ریس وویل دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار ولایت کې دیو کال په موده کې د ۲۰۸ بابه ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی، چې دروان کال تر پایه به دا شمیر ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي شینواری زیاته کړه په معارف کې د ولس راګډول د تیر کال بله لاسته راوړنه وه چې له دې لارې مو معارف ته ځمکو په ګډون ډیرې مرستې راټولې کړې.پوهنې ریس په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت، په ځینو سیمو کې نا امنۍ، دښوونکو، ودانیو، احاطو، څښاک اوبو او نورو ممدو درسي موادو کمښت، دهغه ستونزو په توګه یاد کړل چې معارف ورسره مخامخ دی خو ډاډ یې ورکړ چې په دې وروستیو کې پوهنې وزارت خواوشاه دولس نیم ملیونه کتابونه چاپ کړي چې ډیر زر به دننګرهار سهم راورسیږي او دوې به یې ښوونځیو ته ولیږي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د نوي ښوونیز کال د مبارکۍ ورکولو سربېره په خپلو خبرو کې دننګرهار پوهنې ریس او مشرتابه نه په معارف کې د ډیرو پر مختګونو له امله مننه وکړه
. ننګرهار والي وویل بی له شکه چې تېر کال له امنیتي پلوه ستونزی موجودې وې چې خوشبختانه د امنیتی ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې ډيرې ولسوالۍ تصفيه شوي او بند ښوونځي پرانيستل شول، نوموړي هم د ښوونکو کمښت او د کافي بودجې نه شتون د یوې ستونزی په توګه یاد کړل خو پر شتمنو یې غږ وکړ چې د خپل معارف ترشاه ودریږي او دښوونکو دکمښت او نورو اړتیاو په پوره کولو کې معارف ته اوږه ورکړي.
شاه محمود میاخیل له خلکو وغوښتل که پر خپلو اولادونو سمه پانګونه وکړئ نو پایله به هم سمه وي.
غونډه دبي بي زینب او چکنوریو لېسو زده کوونکو د په زړه پورو ترانو په ویلو او د ښوونځیو دپېل زنګ په کړنګولو سره پایته ورسیده .
د یاده ولو وړ ده ، چې دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې ۶۲۶ ښوونځیو موجودي دي، چې په دغو ښوونځیو کې ۶۱۰۷۹۰ تنه زده کوونکي چې ۲۲۱۱۹۹ تنه یې نجونې دي پر زده کړو بوخت دي چې درسي بهیر یې د ۱۷۶۹ میرمنو په ګډون د ۱۱۶۶۵ تنو ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، په پنجشېر ولایت کې ۱۹ بابه تعلیمي پروژې بشپړې شوې، چې نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونو ښیي چې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د مدارسو او ښوونځیو احاطوي دېوالونو جوړولو او یو شمېر نورو برخو په ګډون ۱۹. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په بلخ ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ۲۶ بابه ښوونځي بیارغول شوي

د ماشومانو لپاره د لاښه تعلیمي چاپېریال برابرولو په موخه، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې، د بلخ ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې ۱۶ بابه ښوونځي د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۹ مېلیونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

کونړ
د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ اړوند "د توره تیګي" لومړني ښوونځي احاطوي دېوال رغنیزې چارې د ۹۵۵،۹۸۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې. 
د یادې پروژې مالي لګښت د یوې همکارې ادارې لخوا تمویل شوی. . .

BACK TO NEWS