د ننګرهار پوهنې ریاست سره دیو شمېر تخنیکي وسایلو مرسته وشوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: په ختیزو ولایتونو کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې (UNHCR) له لوري د ننګرهار پوهنې ریاست د رادیویي او تلویزوني برنامو دسټوډیو لپاره د وسایلو مرسته وکړه.
په مرسته شویو توکو کې لس پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه، دوه پرینټر, دغږ ثبتونې لس دستګاوې، دغږ اوریدولو لس غوږۍ او نور اړین بریښنایي توکی شامل دي چې پوهنې ریاست به ترې د آنلاین زده کړو چمتو کولو او وړتیا لوړونې په برخه کې ګټه تری پورته کړي.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، د پوهنې رییس حسیب الله شینواري دکډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو د عالي ادارې له مرستو مننه وکړه ویی ویل: د یادې ادارې مرستې د پوهنې ریاست لپاره حیاتي ارزښت لري اوهمدې ادارې په داسې سیمو کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي چې ورته جدي اړتیا لیدل کیده.
پوهنې رییس دغه راز په راتلونکې کې هم د ښوونځیو د وادنیو په جوړولو سربیره په نورو برخو کې د یادې ادارې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
وروسته د یادې ادارې مشرویلیم ایجالو له ننګرهار پوهنې رییس نه د ننګرهار په ولایت کې د روان بهیر په اړه له هر اړخیزو معلوماتو ورکولو له امله مننه وکړه او دخپلې ادارې له لورې یې له پوهنې ریاست سره په بیلا بیلو برخو کې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ ویې ویل: د پوهنې ریاست به د دوي مرستې تر ډیره د بې ځایه شویو کورنیو او هېواد ته راستنو شویو او دغه راز د نجونو د زده کړو زمینه برابرولو باند متمرکزې وي.
نوموړي همدا راز دپوهنې له رییس نه هیله وکړه چې خپل راتلونکي پلانونه له دوې سره شریک کړی چې دوې خپلې مرستې دهمدې پلانونو پر بنست تنظیم کړي.