د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
z\x\

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او ماکاروني شامل وو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، د دغو مرستو د وېش په مراسمو کې د یاد بنسټ له دغه نېک اقدام څخه مننه وکړه او د بېوزلو سره مرسته یې، په ځانګړي ډول د روژې مبارکې میاشتې پرمهال، یو ارزښتناک او انساني عمل وباله. نوموړي له نورو خیریه ادارو او سوداګرو څخه هم وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي او د ټولنې له کم عاید لرونکو قشرونو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS