د هلمند ولایت د ۱۵ ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د فوټبال سیالیو وروستۍ لوبه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري په حضور کې ترسره شوه.
یادې سیالۍ څلوېښت ورځې وړاندې د لښکرګاه ښار د ۱۵ ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ پیل شوې وې، چې نن یې وروستۍ لوبه د سازش نمبر ۱ او روش ښوونځیو د فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
همدارنګه د یوې په زړه پورې او جذابې لوبې وروسته، د سازش نمبر ۱ ښوونځي د فوټبال لوبډلې وکولی شوى، د روش ښوونځي لوبډلې ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.
د یادونې وړ ده چې ګټونکې لوبډلې ته د غوره لوبو ترسره کولو او د اتلولۍ د خپلولو په ویاړ ځانګړي مډالونه هم ورکړل شول.
